زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-21  |  2024-04-30  |  تازه شوی په: 2024/04/30 - 05:19:3 FA | AR | PS | EN
یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي            

تاريخ النشر: 2020/12/24 - 15:03:1
زيارة: 819
مشاركة مع الـأصدقاء

د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي
د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٥٩٤ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په څلورمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٥٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٣٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٥٩٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٩ کسان په کابل، ٣٢ په هرات، ٢٧ په کندهار، ٢٢ په کاپيسا، ١٩ په نيمروز، ١٦ په ننګرهار، ١٢ په تخار، ١١ په بغلان، ١٠ په پروان، ٦-٦ په باميان، دايکنډي او جوزجان، ٤-٤ په بلخ او کونړ، ٣-٣ په بدخشان او سرپل، ٢-٢ په لوګر، بادغيس، ميدان وردګ، اروزګان، فارياب او سمنګان، يو-يو په غزني او زابل ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٦٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٠٥٨٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٣٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21419


الكلمات:






*
*

*



قرأ

یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه


لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه


د ترافیکو پر مخ د سالنګ د لویې لار ې تړل کېدل


افغان ښځو ته دې کاري زمینې برابرې شي


د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار پیلیږي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان